
د اناتولي خبري اژانس د سنا په عمومي غونډې کې د وارنر له وینا نقل کړی چې ویلي ئې دي: د ځینو چارواکو څرګندونې او کړنې د عربو او مسلمانو ټولنو پر وړاندې د دښمنۍ فضا پیاوړې کړې ده.
هغه خبرداری ورکړ چې افراطي سیاسي ویناوې په لوېدیځو ټولنو کې له اسلامه د ویرونې د پروسې د زیاتېدو لامل کیدلی شي.
دغه سناتور وویل: په دې وروستیو کې د سومالیائيتوکمو وګړو پر وړاندې توکمپالې څرګندونې په اروپا او امریکا کې د مسلمانانو ترمینځ د نفرتخورونې او تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنې راولاړې کړې دي.
هغه همدارنګه له ټولو سیاستوالو وغوښتل چې د مذهبي او قومي توپیر ټول ډولونه په ښکاره او قاطع ډول وغندي.
وارنر په دې ټینګار سره چې توپیر ضده هڅې باید د کال په ټولو وختونو کې روانې وي، نه یوازې په ځانګړو وختونو کې، د مدني ټولنې او تعلیمي بنسټونو پر رول یې د زغم او ګډ ژوند د ارزښتونو د ودې په برخه کې ټینګار وکړ.
د وارنر دا څرګندونې په څو اروپايي پلازمېنو کې هم تعقیب شوې، هلته چې اسلامضده پروسه او د عرب ضد احساسات په هغو هېوادونو کې د عامه بحث موضوع ګرځېدلې چې د عربو او مسلمانانو مخ پر زیاتېدو ټولنې لري.
دا سیاسي بحث په داسې حال کې مطرح کېږي چې ټولنې د کلتوري تفاهم د پیاوړتیا هڅې کوي او مسلمانې ټولنې د روژې میاشتې ته چمتووالی نیسي؛ هغه میاشت چې په دودیز ډول د اړیکو او زغم سره تړاو لري.
https://iqna.ir/fa/news/4328468